IQNA

په اسټاکهم کې  په سویډي ژبه د قرآن کریم د ژېباړې مخ کتنه وشوه

15:06 - May 19, 2026
د خبر لمبر: 3492792
ایکنا - د سوېډن په پلازمینې اسټاکهم  کې د قرآن کریم  په  نوې سوېډي   ژبې  د ژباړې   د افتتاح دستورې  د ملایشیا د «ریستو»  فاؤنډيشن په ملګرتیا سره ترسره شوې.

د ایکنا د راپور له مخې، دغه دستورې  د تیرې شنبې په ورځ، یعني  د غواي د میاشتې په  ۲۶ ، د «سکینه فورلاګ» خپرندوئې په نوښت او د یوې نړیوالې پروژې د برخې په توګه او د ملایشیا د رستو بنسټ په همکارۍ ترسره شوې.

په دغو دستورو کې  د سوېډن د عربی او اسلامي ډیپلوماتیکو پلاؤ  غړي، د اسلامي ټولنو او  تنظیمونو  استازو ګډون وکړ، او د اسلامي هنر او نسخو یو نندارتون هم په څنډې کې جوړ شوی و.

د سکینه خپرندوئې مسؤل، قیس عطاالله، وویل چې د دې پروژې نظریه په ۲۰۰۷ کال کې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې مختصرې پاڼې له لارې پیل شوې، چې هدف ئې د قرآن ژباړو اخیستل او د خپلو محدودو دوستانو او پیژندل شویو کسانو ترمینځ  ویشل وو.

هغه زیاته کړه، خپرندوئې  تر کلونو هڅه وکړه چې د سوېډي چاپ حق ترلاسه کړي، خو لګښت ئې خورا لوړ ؤ . په پای کې، د مالي مرستو په برکت دوي د چاپ حق ترلاسه کړ، او د لومړنیو پانګه والو له ډلې  د فټ بال یو مشهور لوبغاړی و چې له ۱۰۰ زره کرون څخه زیاته مرسته وکړه او غوښتنه یې وکړه نوم ئې ایشوا نشي.

دا سوېډي ژباړه د ملایشیا په پوتراجایا ښار کې د «مجمع نشر القرآن» په مرکز کې چاپ شوه، چې د نړۍ دوهم لوی تخصصي چاپ کور دی. دا پروژه د ملایشیا د نړیوال پلان یوه برخه ده چې هدف ئې د قرآن یو  میلیون  نسخې په ۵۰ ژبو کې چاپ او ویش دی.

د پروژې مسؤلینو په وینا، له دې منځه به ۲۰ زره نسخې سوېډن ته ورکړل شي، څو په جوماتونو، موسیسو او د ټول هیواد سوېډي وګړو کې وویشل شي. د سکینه خپرندوئې په سوېډن کې د ځاي  چاپ، کیفیت تضمین او ویش مسؤلیت لري.

د پروژې مسؤلین وایي چې د دې ابتکار اصلي هدف دا دی چې د اسلام ټولشموله پیغام خپور کړي، د قرآن منظم تلاوت ته وده ورکړي او د سوېډي ژبې ویونکو لپاره د قرآن ژباړل شوې نسخه وړاندې کړي څو د معناوو په ښه پوهېدو کې مرسته وکړي.

دا ځانګړې سوېډي ژباړه د محمد کنوت برنستروم لخوا ترسره شوې، چې د ۱۹۷۶ څخه تر ۱۹۸۳ پورې ئې د سوېډن د سفیر په توګه په مراکش کې خدمت کړی و. هغه وروسته اسلام قبول کړ ا او محمد نوم ئې خوښ کړ ، او د قرآن ژباړه ئې  وکړه.

برنستروم د سوېډي ژبې د قرآن د تر ټولو مشهوره  ژباړه ګڼل کېږي، چې لومړی ځل ئې په ۱۹۹۰ لسیزې  کې د «Koranens Budskap» (د قرآن پیغام) په نوم خپره شوې وه.

دا ژباړه د قرآن د معنو لپاره له تأیید شویو او مهمو ژباړو څخه ده، او نوې نسخه د چاپ د عصري کولو او د سوېډي ژبو ویونکو ته د ویش د پراختیا په موخه وړاندې شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4352724

captcha